د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست ویلي، غواړي چې افغانستان د یوکمربند او یوې لار پروژه کې په رسمي ډول شامل شي.
نورالدین عزیزي له رویټرز خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي چې د چین له حکومت یې غوښتي، ترڅو افغانستان په رسمي ډول د یادې پروژې غړی کړي.
نوموړي ویلي، دوی به په یاده پروژه کې د افغانستان د ګډون په مخکې د خنډونو لرې کولو لپاره چین ته یو تخنیکي ټیم هم ولېږي؛ خو د خنډونو په اړه یې وضاحت نه دی ورکړی.
عزیزي دغه راز زیاته کړې چې په افغانستان کې د راغلي امنیت له کبله اوس مهال دلته د پانګونې غوره فرصت رامنځ ته شوی دی.
د یو کمربند او یوې لارې پروژه یوه لسیزه وړاندې د چین د جمهور رییس په نوښت پیل شوه چې د ورېښمو پخوانۍ لاره له اروپا، افریقا او چین سره نښلوي.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/27896
قرأ